ایکنا د آناتولي له قوله راپور راکړی، د میانمار دراخین صوبې په شاوخوا کې په رامره ټاپو کې په یوه کلي ددغه هیواد دپوځ دهوائي حملو له امله ۴۱ کسان چې زیاتره ئې ټول روهینګیائي مسلمانان دي، وژل شوي او څه دپاسه پنځوس نوره ټپیان شوي دي.
د پوځ په دغو هوائي حملو پسې ستر اور لګیدلی او په کیاک نی ماؤ کلي کې ډیری ک ورونه سوځیدلي،البته د سیمې خلکو پخپلو هڅو سره هڅه کړي، څو دغه ستر اور پيزواني کړي.
د میانمار له پوځ سره ښکیله یوه وسلوالې ډلې آراکان کابو یو کال کیږي چې د کیاک ني ماو کلي کتڼرول ئې په لاس کې اخستی دی.
د آراکان دپوځ ویندوي خئینګ توخا یمیانمار ناؤ ته وئيلي دي، چې دمیانمار پوځ پر عامو خلکو بمباري کړې ده او جنګي جنایتونه ئې کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4259134